د امام صیب ولسوالۍ د اسماعیل قشلاق سړک د بیارغونې چارې پیل شوي

 
دغه سړک، چې لس کیلو مټره اوږدوالی لري، د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست او د امام صیب ولسوالۍ مقام لخوا د څه باندې دوه سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت بیارغول کیږي.
د امام صیب ولسوال وايي، چې د سړک د جغل اندازي چارې د سیمې د ملي پیوستون د نهه سیمه یزو شوراګانو لخوا څارل کیږي.
امان الدین قریشي وویل، چې د سړک په جوړېدو سره به د سیمې په لسګونو زره اوسیدونکو ته ښې ټرانسپورټي اسانتیاوې برابرې شي.
قریشي زیاته کړه، چې همدارنګه د پروژې په ترڅ کې د سیمې په سلګونو کسانو ته د کار روزګار زمینه هم برابره شوې.
د سیمې خلک هم د سړک له جوړېدو خوښ دي او وايي، چې پخوا تر دې دوی د سړک د خرابوالي له امله د ستونزو سره مخ وو.
د تاش ګذر د سیمې یو تن اوسیدونکی اسلم خان وايي، چې که سړک په سمه توګه جغل اندازي شي د دوی ډېرې ستونزې به حل شي.
هغه وايي، چې تر دې وخته دوی نه شو کولی، چې خپل حاصلات په اسانۍ سره بازار ته انتقال کړي.
(( د سړک په جوړېدو سره به موږ د خپلو حاصلاتو د پر وخت انتقال پرته کولی شو، چې خپل ناروغان هم پر وخت روغتونونو ته ورسوو.))
د امام صیب ولسوالۍ محلي مسوولین وايي، چې د سړک د جوړېدو چارې به په راروانو درې میاشتو کې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
 
راپور: عزت الله پامیر