د کندوز د امام صیب ممتازو زده کوونکو او هڅاندو ښوونکو په ویاړ ستاینغونډې

 د کندوز ولایت د امام صیب ولسوالۍ د شېرخان بندر لېسې شاوخوا اته سوه زده کوونکو او شپاړسو ښوونکو د پوهنې د مدیر خبرې په غور سره اورېدلې، عبدالرحمان ترک، چې د خپلې ولسوالۍ د پوهنې د اوسني حالت په اړه یې خبرې کولې وې ویل، چې دا وخت د دوی ولسوالۍ د پوهنې په برخه کې د لس کاله وړاندې په پرتله بې ساری پرمختګ کړی اوس د څو زره زده کوونکو او د ګوتو په شمېر د ښوونکو پر ځای په لسګونو زره زده کوونکي او په سلګونو ښوونکي په دغه ولسوالۍ کې په زده کړه او تدریس بوخت دی.
د یادې شوې ولسوالۍ د پوهنې مدیر زیاته کړه، چې دغه لوی توپیر یوازې د زده کوونکو، ښوونکو او ښوونځیو په څومره والي کې نه دی راغلی بلکې د زده کړو څرنګوالي هم د پخواني حالت سره د پرتله کولو نه دی.
 د عبدالرحمان ترک له خولې ددغه خبرو په اورېدو سره ناستو زده کوونکو او ښوونکو د خوښۍ د څرګندولو په خاطر خپل لاسونه وپړکول.
هغه د سټیج له شا په ډاډمنه لهجه د دغې غونډې د جوړېدو موخه د خپلو تکړه زده کوونکو او خواریکښو او هڅاندو ښوونکو تشویقول یاد کړل او زیاته یې کړه، چې په همدغه پروګرام کې به ورته ستاینلیکونه او ځینې انعامات ورکړل شي.
خو د ترک په وینا دا د لایقو زده کوونکو او هڅانده او خواریکښو ښوونکو د ستایلو لومړۍ غونډه نه وه، بلکې تر دې دمخه د امام صیب په لسګونو لېسو او منځنیو ښوونځیو کې ورته غونډې جوړې شوې وې.
د امام صیب ولسوال امان الدین قریشي، چې په اکثرو دغه غونډو کې یې ګډون کړی و، په خپلو خبرو کې ښوونکي د ټولنې جوړونکي او زده کوونکي د هېواد راتلونکي بلل، او د هغوی تشویق یې خپله دنده ګڼله.
ولسوال وویل، چې که نن موږ انجینران، ډاکټران، حقوقدانان او د ټولنې نور متخصصان لرو د همدې ښوونکو له برکته دي، چې په وینا یې په ډېرو لږو امکاناتو یې د هیواد د بچیانو د روزلو هوډ کړی.
(( دغه کسان، چې دا وخت یې د خپل حکومت خلاف ټوپک اخستی، کاش چې دوی هم خپلو پلرونو په ښوونځیو کې داخل کړي وای او زموږ د ښوونکو لخوا سم تربیه شوي وای؛ نو نن به هغوی د خپلو خلکو خلاف ټوپک نه پورته کاوه.))
قریشي زیاته کړه، چې د ولسوالۍ اداره ښوونکو ته درناوی لري او د هغوی د ژوند د کچې د لوړوالي هڅه کوي.
د یادې شوې ولسوالۍ ښوونکي او زده کوونکي هم د حکومت دغه پروسه ګټوره ګڼي او وايي، چې دا په تېرو ۳۰ کلونو کې لومړی ځل دی، چې حکومت د ښوونکو او زده کوونکو په داسې پراخه کچه تشویقي پروګرام نیولی.
استاد عبدالبصیر خان وايي، چې مجازات او مکافات د ادارې او چارو د ښه والي لپاره ګټور کار دی؛ خو د نوموړي په وینا په تېرو کلونو کې دغه چاره له پامه غورځول شوې وه.
(( د ولسوالۍ د مقام او پوهنې لوی مدیریت دغه پروګرام ډېر ګټور دی، په دې سره به ښوونکي خپلو مسوولیتونو ته لاپسې توجه زیاته کړي او هغه زده کوونکي چې تر اوسه یې په خپلو درسونو کې کوښښ نه کاوه تر دې وروسته به هغوی هڅه کوي، چې ځان د خپلو ممتازو همزولو په ډله کې راولي.))
  د امام صیب د پوهنې مدیریت مسوولین وايي، چې د ممتازو زده کوونکو او زحمت کښو ښوونکو د ستاینې دغه لړۍ د تېرو دوه میاشتو راپدیخوا په دې ولسوالۍ کې روانه وه، چې په وینا یې په کې د یادې شوې ولسوالۍ ۵۴ لېسو او منځنیو ښوونځیو څه باندې ۷۷۲ ممتازو زده کوونکو او ۱۶۶ ښوونکو ته ستاینلیکونه او انعامات ورکړل شوي. 
 
 
 
راپور: عمیر خان